د لاس رسي وړ اتصالات

د هسپانیې بیا انتخاب شوي صدراعظم نوې کابینه اعلان کړه


د هسپانیې بیا انتخاب شوي صدراعظم، جوزي زاپاتیرو خپله نوې کابینه اعلان کړې چې اکثریت غړي یې میرمنې دي. دا د هسپانیې په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په کابینه کې له نارینوو څخه د ښځو تعداد زیاتیږي. د دفاع وزارت مهمه څوکۍ هم یوې میرمنې ته ورکړل شوې ده.

میرمن کارمي چکان چې مخکې د مسکن وزیره وه اوس د دفاع د وزیرې په توگه گمارل شوې ده. دغه نوې کابینه چې نن د شنبې په ورځ اعلان شوه اته نارینه او نهه ښځې غړي لري. صدراعظم جوزي زاپاتیرو وروسته له هغه خپله کابینه اعلان کړه چې د ملک د پاچا جوان کارلس لخوا یې سوگند پورته کړ.

XS
SM
MD
LG