د لاس رسي وړ اتصالات

د هیتي د پارلمان غړو د هغه هیواد صدر اعظم له کاره گوښه کړ


د شنبې په ورځ د هیتي د پارلمان غړو د هغه هیواد صدراعظم پدی هیله له کاره گوښه کړ تر څو په هیواد کی د خوراکی موادو د لوړو بیو په خلاف د پراخو مظاهرو مخه ونیسي.

وروستیو مظاهرو خونړی بڼه غوره کړه چی په لړ کی یی مظاهر چیانو په لوټولو هم پیل وکړ.

جمهور رئیس رنې پرېوال چی هماغه ورځ یی وختي د وریژو د بیو د را ټیټولو غږ وکړ سمدستي وویل دی به د ژک اېدوارد الکسس پر ځای چی په دوه زره شپږم کی د ښاغلی پرېویل په ملاتړ دغه مقام ته رسیدلای و، بل څوک وگماری.

XS
SM
MD
LG