د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ بنه دکت بله هفته د امریکايي مسلمانانو سره هم وگوري


کله چې پاپ بنه دکت بله هفته له واشنگټن نه کتنه کوي، دی به د مذاهبو تر منځ د اړیکو په لړ کې د امریکايي مسلمانانو سره هم وگوري.

د امریکا د کاتولیکانو د مشرانو کانفرانس د مسلمانانو او مسیحییانو ترمنځ په تیرو شخړو خبري کړيدي.

په تیرو پیړیو کې د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ صلیبي جنگونه او د منځنیو پیړیو جهادي دورې تیرې شوي دي.

د رومن کاتولیک مشرانو په دې وختو کې د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ د پخلاینې خبرې هغه وخت وکړې چې کله دوهم پاپ جان پال له سوریې نه په کال ٢٠٠١ کتنه کوله.

ځني اسلامي جنگیالي اوسنۍ شخړې د تیرو زمانو جنگونو سره تشبیه کوي.

د القاعدې مرستیال ایمان الظواهري دوه کاله مخکې په یوه ویدیويي وینا کې اوسنۍ پاپ د یولسمې پېړۍ پاپ سره تشبیه کړ، کوم چې د صلیبي جنگونو د پیل امر ورکړی ؤ.

د امریکا یو پیاوړی کار پوه د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د یولسمې ترورستي حملې نه وروسته وویل چې مسیحیان او مسلمانان به تل سره وجنگیږي.

مگر د مسلمانانو او د مسیحیانو ترمنځ د مفاهمې مرکز نه پروفیسور جان وال چې د جورج ټاون په پوهنتون کې دی، وايي چې هغه ځواب چې د سپتمبر د یولسمې د ترورستي حملو په مقابل کې ورکړشو، هغه مثبت ؤ.

جان وال په دې برخه کې وايي: "هغه ډیره مهمه موضوع چې مونږ ورسره مخامخ شولو هغه داوه چې مونږ ډیر شمیر داسې غوښتنې تر لاسه کړې چې په مختلفو ټولنو کې خلک غوښتل د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ د خبرو لار پرانیزي."

په تیرو څلورو لسیزو کې واتیکان د پخلاینې سیاست هڅولی دی. په کال ١٩٦٥ کې د واتیکان دوهمه شورا د مسلمانانو او مسیحیانو نه وغوښتل چې خپلو کې اختلافات له منځه یوسي او د سولې او تفاهم لپاره په گډه کار وکړي.

په یو د پاڅه ٢٠٠٠ کې دوهم پاپ جان پال په د مشق کې د اموي جومات نه د لیدلو نه وروسته د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ د خبرو په اړتیا خبرې وکړې او دواړه ادیان یې د نړی د سترو مذاهبو په نامه یاد کړل.‏‎

په اکتوبر کې ١٣٠ ستر اسلامي عالمانو د نړی د گوټ گوټ نه د یوه لیک په خپرولو سره د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ د سولې او تفاهم د رامنځ ته کولو له پاره غږ وکړ. دوی وویل چې د نړی بقا ته سخته خطره متوجه ده.

XS
SM
MD
LG