د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق شپږو گاونډېو هېوادونو  د عراق د امنېت د ښه کولو لپاره کوشش وکړى


د عراق شپږو گاونډېو هېوادونو په دې موافقه کړېده چې په گډه د جنگ ځپلى عراق د امنېت د ښه کولو لپاره کوشش وکړى.

دغه کنفرانس نن په سورېه کې پاېته ورسېده او دا ژمنه پکى وسوه چې د عراق د خود ارادېت او استقلال ساتنه به کوى، د ترورېزم خلاف به دهغوى په هلوځلو کې ورسره مرسته کوى او دعراق د امنېت د ښه کولو اوانکشاف لپاره به په گډه کار کوى.

د عراق د خارجه وزارت معېن لابد الا بوى په گاونډېو هېوادونو باندى دا تور ولگاوه چې دده د هېواد په امنېت کې لاسوهنه کوى.

خو هغه ېې نومونه وانه خېستل. هغه ووېل په دې نېژدى وخت کې چې په بصره کې له بهر نه لاسوهنى وشوې هغو دعراق ثبات تهدېد کړېدى.

د امرېکا عالېرتبه چارواکى وايي د بصرې له تشدد نه داسى معلومېږى چې اېران د عراق د ېاغېانو روزنه اوملاتړ زېات کړېدى.

د اېران استاځى په کنفرانس کې غږ وکړ چې دامرېکا قواوې دې له عراق نه ووزى. هغه په عراق کې دامرېکا موجودېت دعراق د ددوامدارې بې ثباتى سبب وباله.

XS
SM
MD
LG