د پاکستان د پارلمان وکیلانو یوه پرېکړه منظوره کړې ده او د حکومت نه غواړی چی د پخوانۍ صدر اعظمی بېنظیر بوټو د قتلېدلو په باب تحقیقاتو کی د ملگرو ملتونو نه مرسته وغواړی.
دغه پرېکړه نن د پاکستان اولسی جرگې منظوره کړه او د تحقیقاتو د یوه بین المللی کمېسیون د جوړېدلو غوښتنه کوی.
دغه پرېکړه وایی د ملگرو ملتونو له خوا پېشنهاد شوی کمېسیون باید د مېرمني بوټو قاتلان معلوم کړي او هغوی عدالت ته وسپاری.
مېرمن بوټو د تېر ډسامبر په میاشت کی د پاکستان د راولپینډی په ښار کی، په داسی حال کی چی د انتخاباتی مبارزې له غونډي نه روانېدله، قتل شوه.
جمهور ریس پروېز مشرف د مېرمنی بوټو د پاکستان پیپلز پارټی دا غوښتنی رد کړي دی چی وایی ملگری ملتونه دي د مېرمنی بوټو د قتل په قضیه کی تحقیقات وکړی.
مگر د جمهوریس سیاسی دریځ د فبرروی په میاشت کی هغه وخت کمزوری شو چی د هغه متحدینو په پارلمانی انتخاباتو کی ماته وخوړه.
د مېرمنی بوټو پی پی پی گوند اوس د هغه حکومت رهبر یکوی چی د ښاغلي مشرف دمخالفینو نه جوړ شوی دی.