د لاس رسي وړ اتصالات

د پلچرخي په زندان کی د بندیانو حقوق "تر پښو لاندی کیږی"


د سره صلیب د کمیټې عمومی رئیس یو ځل بیا د کابل د پلچرخي په زندان کی د بندیانو د وضعې په باب خپله اندیښنه څرگنده کړه.

جېکب کلینبرگر د سره صلیب د کمیټې رئیس د خپل اوه ورځني سفر په پای کې یوه خبری کنفرانس کی په خپلو سترگو د لیدلی حال په باب خبرې وکړې.

جېکب کلینبرگر ویی ویل چې په کابل کی د پلچرخي زندانیانو سره چار چلند عادلانه نه و او پدی زندان کی د هغوی حقوق تر پښو لاندی کیږی او په ستونزمنو حالاتو کی شپی ورځی سبا کوي.

جیکب د بگرام د زندان په باب وویل د بگرام د زندانیانو وضعیت بهتره شوی خو باید لا نور کار هم وشي ځکه هلته زندانیان د بې سرنوشتی په حالت کی پراته دي.

XS
SM
MD
LG