د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف د چېن مشران دېته هڅولى دى چې د ېو پاېپ لاېن د غزولو په کار کې برخه واخلى


د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف د چېن مشران د ېته هڅولى دى چې له منځنى ختېځ نه چېن ته د ېو پاېپ لاېن د غزولو په کار کې برخه واخلى.

ښاغلى مشرف نن په پېکنگ کې د پوهنتون له شاگردانو سره په خپلو خبرو کې داخبره وکړه چې هغه پاېپ لاېن چې په جوړولو باندى به ېې څو ملېونه ډالره ولگېږى او له اېران نه به پاکستان اوهند ته ور تېرېږى، دهغه په جوړولو کې چېن هم شرېک سى.

پاکستان ددى کار په کولو ډېر زور اچوي. پروېز مشرف ووېل چې ده په خپلو خبرو کې د چېن له جمهور رئېس هو جنتاو او له صدر اعظم وېن ژېاباو سره دا خبره ېاده کړه.

ښاغلى مشرف د تېرې اونى راهېسى په چېن کې په سفر بوخت دى او د چارشنبى په ورځ به بېرته پاکستان ته ولاړ شى.

رپوټ وايي چې د چېن اقتصادترډېرې اندازې پورې په هغو تېلو ولاړ دى چې له بهر نه ېې خپل هېواد ته راواردوى.

چېن په دې کې په ټېنگه کار کوى د خپلو تېلود راواردولو لارې چارې نورې هم زېاتى کړى. د چېن زېاتره تېل د ملاکا د تنگى له لارې چې په جنوبى اسېاکې پروت دى د غه هېواد ته ورځى.

XS
SM
MD
LG