د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران د بشري حقوقو نامتو  وکېلې شېرېن عبادى ته د مرگ گواښ شوېدى


د اېران د بشرى حقوقو وکېله او د نوبل جاېزې گټونکې شېرېن عبادى وايي ددى او ددې د کورنى دغړېو پر خلاف د مرگ گواښونه زېات شوېدى.

عبادى نن په ېوه خبرلېک کې چې په فکس باندى خپور شوېدى ووېل هغه کسان چې غواړى دا مړه شى هغوى له دې سره شخصى دښمنى نلرى، خو ددى له نظرېاتو سره مخالف دى.

هغى په خپل خبر لېک کې د گواښونو نمونى هم ذکر کړېدى. په ېوه کې لېکل شوې ول چې خپله خوله په احتېاط خوزوه که نه انتقام به درنه واخېستل شى.

مېرن شېرېن عبادى په ٢٠٠٣ مېلادى کال کې ددى لپاره چې په اېران کې ېې د ښځو او ماشومانو د حقوقو دفاع کوله، د نوبل جاېزه ورکړل شوېده.

XS
SM
MD
LG