د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې بمي چاودنو ٥٣ کسان وژلي او ډیر نور زخمیان دي


عراقي مقامات وايي دوو جلا جلا بمي چاودنو لږ تر لږه ٥٣ کسان وژلي او ډیر نور یې زخمیان کړي دي.

مقامات وايي دیوه موټر بم په چاودنه کې نن د بغداد د شمال لور په بقوبه کې لږ تر لږه ۴٠ کسان ووژل شول او له ٧٠ تنو زیات یې زخمیان کړل.

پولیس وايي ددې امکان شته چې د پیښې له آمله د تلفاتو شمیر نور هم زیات شي.

د بغداد لویدیځ خوا ته په رمادي کې امنیتي مقامات وايي یوه ځانمرگي په یوه هوټل کې ځان والوزاوه، ١٣ کسان یې ووژل او ډیر نور یې زخمیان کړل.

د دوشنبې په ورځ هم په عراق کې په مختلفو سیمو کې دبرېدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ٢٢ کسان ووژل شول.

په یوه بل خبر کې، شعیه ملا مقتدا صدر د دوشنبې په ورځ د عراق له حکومت څخه وغوښتل هغه پولیس بیرته برحال کړي چې په روانو جگړو کې یې خپلې دندې پریښي وې.

XS
SM
MD
LG