د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ بېنېډ ېکټ نن امرېکا ته را روان دى


پاپ بېنېډېکټ نن د سه شنبى په ورځ واشنگټن ته پرواز کوى.

هغه په لاره کې ووېل چې دى په دې خبره د ژور شرم احساس کوى چې دامرېکا د رومن کاتولېک کلېسا ېو څه روحانېون په جنسى بدنامېو کې لتاړ دى.

پاپ دغه خبرى هغو خبرېالانو ته وکړى چې له ده سره په هغه الوتکه کې سپاره ول چې دى پکى امرېکا ته راځى.

له کوم وخت راهېسى چې دا ستر کشېش رومن کاتولېک کلېسا مشر ټاکل شوېدى، دا اول ځل دى چې امرېکا ته سفر کوى.

هغه داهم ووېل چې کلېسا به په دې برخه کې هر هغه اقدام وکړى چې د جنسى بدنامېو مسله بېا تکرار نشى.

هغه ووېل چې د کاتولېکانو کلېسا به په ماشومانو باندى جنسى تېري کوونکي اولوطېان له خپل صف نه وباسى.

دامرېکا جمهوررئېس او دهغه مېرمن لورابش به پاپ ته دانډرېوز په هوايي ډگر کې هرکلى وواېې.

دغه هوايي مېدان له واشنگټن نه په لنډه فاصله کې بهر پروت دى. رپوټ وايي چې د پاپ لپاره د چارشنبى په ورځ په رسمى ډول د ښه راغلاست مراسمو لمانځنه په نظر کې نېول شوېده.

رپوټ وايي د جنسى تېرېو مسله ددې سبب شوه چې په کلېسا باندى قانونى دعوې وشى او په ملېونو نو ډالره مالى تاوان ور واوړى.

XS
SM
MD
LG