د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: په جنوب کې دوه عسکر وژل شوي دي


ناټو وایې د افغانستان په جنوب کې په یوه چاودنه کې د هغوئ دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کی د ناتو تړون واېې دوه عسکر ېې نن په قندهار کی د بم په ېوه چاودنه کی وژل شوی دی او دوه نور ېې زخمېان شوی دی.

مگر د وژل شوو عسکرو د هوېت په باب زېات تفصېلات لا تر اوسه پوری نه دی ورکړل شوی. د افغانستان جنوبی ولاېتونه اوس د طالبانو په مشرئ د وسله وال پاڅون ېو پېاوړی مرکز دی.

د سه شنبی په ورځ هم دوه پولېسان په قندهار کې د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی ووژل شول او دری تنه ېې زخمېان شول.

د صاحب جان په نوم د پولېسو ېو مامور واېې چه دا چاودنه په سپېن بولدک کې هغه وخت وشوه چه د پولېسو ېو موټر د سړک په غړه په ېوه بم وربرابر شو.

او د دوشنبی په ورځ هم، د حکومت د مامورانو د وېنا په اساس، په قندهار کی ېولس پولېسان په ېوه حمله کې ووژل شول.

له بلې خوا، د ژورنالستانو نړېوال فدراسېون نن په ېوه بېانېه کې، تېره هفته په هرات کې د رادېو فرېاد دخبرېالې، خدېجی احدی، په کور باندی د لاسی بم د حملی په باب، خپل تشوېش څرگند کړ.

د افغانستان د ژونالستانو د ازادې اتحادېې د راپور له مخی، دا دوهمه حمله ده چه د ېوه ازاد خبرېال په کور باندی کېږی.

XS
SM
MD
LG