د لاس رسي وړ اتصالات

د اقتصادي تشویقي مرستو او د اقتصادي بندیزونو ترمنځ، د موثریت بحث


د پالیسي جوړوونکو په فکر، اقتصادي بندیزونه د یو هیواد پر حکومت د فشار اچولو او په خاصه توگه د یو دیکتاتور حکومت د بدلولو لپاره د مستیقې پوځي مداخلې او د لاس تر ځنی کیناستو ترمنځ یوه موثره لار ده.

په کال ٢٠٠٣ کې د عراق د حکومت پرخلاف، پوځي گام پورته شو خو د پالیسي جوړونکو لپاره پوځي اقدام وروستی گام وي، او پایلې یې هم یقیني نه وي.

همدا علت دی چې زیاتره وخت پر یو حکومت د فشار اچولو لپاره د بندیزونو نه کار اخیستل کیږي. همدا اوس امریکا او نور اروپایي هیوادونه پر ایراني چارواکو د اتومي پروگرام د بندولو لپاره د بندیزونو له لاري فشار اچولی دی.

په واشنگټن کې د کېټو په انستیتیوت کې نړیوالو چارو ماهر ټډ کارپنتر وایي بندیزونه ډیر ځلې موثره نه وي.

هغی وایی: ”تر کامیابیدو یې د ناکامیدو چانس ډیر وي او په خاصه توگه په داسي حالاتو کې چې نړیوال د یو رژیم نه د یوې داسي تگلارې د پریښودو غوښتنه کوي چې د هغه لپاره ډیره مهمه وي. ددې په مقابل کې د اقتصادي او تجارتي تشویقي مرستو د کامیابیدو چانس ډیر وي."

پاکستان په ١٩٩٨ کې اتومي وسله و آزمویله او امریکا بندیزونه ورباندي ولگول. پاکستانی متقاعد ډگر جنرال جمشید ایاز خان وایي پاکستانیان بندیزونو ته ټینگ شول او نورې لارې یې وموندلې.

هغه وایی: ”ستاسي لخوا د بندیزونو پروخت زه د دفاع د وزارت د تولید په څانگه کې وم. بندیزونو تاثیر درلود خو دومره زیات نه وو او مونږ د نورو خلکو نه خپل ضرورتونه پوره کړل.

د سپتمبر د یولسمې د ترهگرو بریدونو نه وروسته امریکا د ترهگری پرخلاف په جگړه کې د پاکستان د همکاری په نتیجه په دې هیواد لگول شوي بندیزونه لري کړل."

د پاکستان سره اقتصادي او پوځي مرستې د امریکا په گټه تمامې شوې، دا خبره په واشنگټن کې د نړیوالو اقتصادی چارو ماهر گیري هافبر کوي.

هغه وایی"پاکستان ډیر کار وکړ، کیدایشي زمونږ د غوښتتنې سره یې سم نه وي کړی خو بیا هم د القاعده پر خلاف او په افغانستان کې په جگړه کې ډیر څه وکړل. او که ددې پالیسی بدیل په پام کې ونیسو، د دې سربیره چې اوس بې ثباته شوی دی خو زمونږ د خرابو اړیکو په نتیجه کې به تر دې هم وضعیت خراب وای."

د کېټو انستیتیوت ټډ کارپنتر وایي: ”اکثره مستیقي اقتصادي مرستې دومره مهمې نه وي لکه څومره چې مهمو اقتصادي مارکیتونو لکه د امریکا مارکیت ته لار موندل وي."

د رژیمونو لپاره د مستیقې نقدي مرستې نه اوږد مهاله گټې ډیري مهمې وي. شواهد ښیې چې اقتصادي مرستو تر بل هر ډول پالیسي غوره نتیجې ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG