د لاس رسي وړ اتصالات

سپیني ماڼۍ د کانگرس نه غوښتي دي چی د جگړو د لگښتونو بودجه منظور کړی


دامرېکا د جمهوررئېس جورج بوش حکومت کانگرس ته ویلي دي چی که د عراق او افغانستان د جگړو د پاره د ١٠٨ ملیارډ ډالرو پیشنهاد د بلي میاشتي تر پای پوري منظور نه کړی نو ددفاع په وزارت کی به ځیني مامورین اضافه بست شی . د سپیني ماڼۍ د بودجې رئیس جیم نسل د چهارشنبې په ورځ د مشرانو د جرگې اختصاصي کمیټې ته وویل چی دې پیسو ته ډیر زیات ضرورت دی .

مگر د مشرانو په جرگه کی دیموکرات سناتوران وایی چی دا پیشنهاد په داسی یوه وخت کی کیږی چی د امریکا اقتصاد د تاوانونو سره مخامخ دی . دوی وایی چی حکومت د جگړو د تمویل د پاره د مالیاتو زیاتیدل ونه منل او اوس نو د عامه قرضو له لاري د هغو لگښتونه ورکوی او ددیموکراتانو په قول دا ټولي قرضې نهو ټریلیونو ډالرو ته رسیږی . مگر جمهوري غوښتونکي سناتوران وایی چی ددې بودجې ځنډول به په افغانستان او عراق کی د عسکرو ژوند او د هغوی ماموریت په خطر کی واچوی .

XS
SM
MD
LG