د لاس رسي وړ اتصالات

په ارزگان کی د هالینډ د قواو د قوماندان زوی د بم په چاودنه کی وژل شوی دی


د نیدرلینډ مامورینو نن وویل چی د جنرال پیټر وان اوم زوی بریدمن ډینیس وان اوم په هغو دوو عسکرو کی و چی د روزگان په ولایت کی د هالینډ د نظامي اډې شمال ته نن د جمعې په ورځ په یوه حمله کی ووژل سو . د هالینډ ددفاع د وزارت په یوه بیانیه کی ویل شوی دی چی داسی کومه نښه نه شته چی وښئي وان اوم دی ددې حملې هدف و .

وان اوم فقط یوه ورځ وروسته له هغه ووژل سو چی پلار یې په افغانستان کی د هالینډ د نظامي قواو قومانداني په غاړه واخیسته . دغه راز نن د لوگر په ولایت کی هم د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی درې ملکي افغانان وژل شوي دي . مخکي د نیمروز والي وویل چی د دغه ولایت په زرنج کی د ځان مرگه بم چوونکي په پرونۍ حمله کی چی د یوه مسجد مخي ته یې وکړه د مړو شمیر ٢۴ تنو ته رسیدلی دی چی په کی د پولیسو دوه غټ صاحب منصبان هم وو . په دې حمله کی ٣۴ کسان زخمي شوي هم دي .

XS
SM
MD
LG