د لاس رسي وړ اتصالات

دلادرکه شوی پاکستانی سفیر ویډو په عربی تلویزن کې وښودل شوه


یو تلویزن چې په عربی ژبه خپرونی کوی، په افغانستان کې دپاکستان دسفیر ویډو وښودله چې وائې، دی افراطی طالبانو تښتولی دی . نن دشنبی په ورځ دطارق عزیزالدین ویډو العربیه تلویزن خپره کړه . دفبروری دمیاشتی نه راپدی خوا دا لومړی ځل دی چې ښاغلې عزیزالدین په داسی وخت کې دغه تبصره کوی چې شاوخواته ئې وسله وال کسان ولاړدی.

هغه وویل، دی، دهغه موټروان او ساتونکی په ښه حالت کې ساتل شویدی ، په داسی حال کې چې ده وویل، دی دوینی فشارلری او زړه ئې درد کوی . هغه وویل، دغه دری واړه په داسی حال کې وتښتول شول چې دخیبر دقبائلی سیمی له لاری کابل ته روان وو. هغه دپاکستان له حکومت او په چین او ایران کې دپاکستان له استازونه وغوښتل چې دخپلو تښتونکو غوښتنی ومنی . سفیر ددغو غوښتنو په باره کې نور تفصیل ورنکړ.

XS
SM
MD
LG