د لاس رسي وړ اتصالات

د المپیک د مشال د انتقال رسمي مراسم په بنکاک کې پیل شول


د تایلنډ په مرکز د بنکاک په ښار کې نن د المپیک د مشال د انتقال رسمي مراسم په داسې حال کې پیل شول چې کلک امنیت نیول شوی و. په زرگونو تایلنډي عسکر په بنکاک کې د مشال د انتقالول په مسیر کې، له چاینا ټاون څخه تر شاهي ماڼۍ پورې کتار ولاړ وو.

٨٠ تنه د المپیک دغه مشال انتقالوي. په چین کې د کیدونکو المپیک لوبو دغه مشال له تیرې جمعې راهیسې چې له نوي ډیلي څخه بنکاک ته راوړل شوی، تر کلک امنیت لاندې په یوه ښکلي هوټل کې ساتل کیږي. له تیبت سره د چین زور زیاتي په نړیواله سطحه د خلکو غصه راپارولې او کله ناکله د المپیک د مشال د انتقالولو د لارې په اوږدو کې د مظاهرو باعث کیږي.

د همدغو مظاهرو له آمله د مشال د انتقال مسئولین مجبور شوي چې کلک امنیت ونیسي او کله ناکله خو د انتقالولو مسیر بدل کړي. د بشري حقونو د ډلو یوه ایتلاف د ملگرو ملتونو د آسیا د برخې د دفتر مخې ته مظاهر کړې. دغه دفتر د المپیک د مشال د انتقالولو په مسیر کې واقع دی.

XS
SM
MD
LG