د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي او عراقي عسکرو په بصره کې د یاغیانو مرکزونه په نښه کړي


د عراق نظامي مقامات وايي د بصرې د ښار یوه برخه چې مخکې د جگړه مارانو په لاس کې وه، بیرته نیولې ده. مقاماتو نن د شنبې په ورځ وویل، امریکايي او عراقي قواوو د حیانیې پر سیمه حمله وکړه. دغه سیمه د شعیه ملا مقتدا صدر د طرفدارو مهدي ملیشو کلک مرکز گڼل کیده.

ایتلافي قواوو نن وختي دغه عملیات پیل کړل، تر اوسه د تلفاتو په هکله رپوټ ندی خپور شوی. امریکايي او عراقي قواوو له تیرې مارچ د میاشتې راهیسې په بصره کې پر جگړه مارانو حملې پیل کړي دي. ها خوا، په جنوبي ښار ناصریې کې هم نن د مهدي ملیشو او عراقي قواوو تر منځ جگړه شوې ده.

د جمعې په ورځ رپوټونو وویل، د بغداد د صدر په ښار کې د عراقي قواوو او جگړه مارانو تر منځ سختو جگړو لږ تر لږه اووه کسه وژلي دي.

XS
SM
MD
LG