د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق صدراعظم گاونډیو نه غوښتنه کوي چې عراق سره اړیکې ټینگې کړي


د عراق صدراعظم خپلو گاونډیو نه په زغرده غوښتنه کړې چې د عراق سره خپلې ډپلوماتیکې اړیکې بیا ټینگې کړي. مالکي وايي: دا زمونږ لپاره سخته ده چې ووایو ولې د ډکتاتورۍ د پرزیدلو نه وروسته هم د عراق سره ډپلوماتېکې اړېکې نه دي ټینگې شوي. مگر ډیرو نورو هیوادونو په بغداد کې د امنیتي ستونزو سره سره بیا هم خپل سفارتونه خلاص کړي دي.

ده په کویټ کې د عراق د گانډیانو په یوه ورځنۍ کانفرانس کې خبرې وکړې. ددې کانفرانس هدف دا دی چې په سیمه کې اقتصادي ودې لاره پرانستله شي او امنیت تامین شي. په بغداد کې هېڅ یو سني عربي هیواد سفارت نه لري. سعودي عربستان، کویټ او بحرین ژمنه کړې چې خپل سفیران ولیږي خو تر اوسه لا دا کار نه دی شوی. خو ددې په ځای ایران چې یو غیر عرب هیواد دی او د عراق سره په ١٩٨٠ و کلونو کې سخته جگړه وکړه، په بغداد کې یو فعال سفارت او دې هېواد سره کاملې ډپلوماتیکې اړېکې لري.

امریکا او عراقي مامورینو عربي دولتونه هڅولي دي چې عراق سره کاملې ډپلوماتیکې اړېکې بیا ټینگې کړي. دوی وايي چې دا کار به په عراق کې د ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي او عراق به د سیمې د هیوادو سره یو ځل بیا گډ کړي. امریکايي مامورین هیله لري چې په دې کار سره په عراق کې د ایران د نفوذ سره مقابله وشي. زیات شمیر عرب هیوادونه وايي چې دوی د امنیت په لحاظ ډاډه نه دي. په بغداد کې د اردن سفارت په کال ٢٠٠٣ کې په بمب والوت. په ٢٠٠٥ کال کې د مصر سفیر یرغمل ونیول شو او بیا ووژل شو. دده په ځای تر اوسه پورې بل سفیر نه دی ټاکل شوی.

د عراق د گاونډیانو په کانفرانس کې مالکي دا غوښتنه هم وکړه چې د عراق گاونډیان په دې هیواد باندې دخپلو پورونو نه تیر شي. ده وویل د پورونو بیا ورکړه د دې هیواد اقتصاد ته تاوان رسوي. د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې د عراق څه دپاڅه ٦٦ ملیارډه ډالر پورونه بخښل شوي دي خو دغه هیواد اوس هم د خلیج د هیوادونو نه ٨٠ ملیارده ډالر پوروړی دی. د عراق او امریکا مامورینو د پورونو د بخښلو خبره د دوشنبې په ورځ په بحرین کې هم وکړه. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کانډولیزا رایس وویل چې هېڅ چا هم تر اوسه پورې په دې هکله څه تعهد نه دی کړی. رایس په کویټ کې د عراق د گاونډیانو په کانفرانس کې برخه اخیستې ده. د صنعتي هیوادو نور استازي هم په دې غونډه کې گډون کړي دي.

په دې کانفرانس کې د عراق په امنیت باندې هم خبرې وشوې. د کانفرانس په وروستي اعلامیه کې چې د لویدیزې نړۍ په مطبوعاتو کې خپره شویده، د عراق د ملیشاو بې وسله کول ستایل شوي دي. دا کانفرانس په داسې حال کې دایریږي چې د عراق امنیتي قواوې د بصرې او د صدر په ښارونو کې د شیعه ملیشو سره په جگړه اخته دي. په دې دواړو ښارونو کې د مقتدا الصدر د پلویانو مرکزونه شته دي. د عراق حکومت په دې ټینگار کوي چې ددوی امنیتي قواوې یواځې د سرکښو ډلو پسې گرځي او د مقتدا الصدر ټول سازمان یې مقصد نه دی. خو مقتدا الصدر اخطار ورکړ چې که چیرې د هغه د ملیشو په ضد عملیات ونه دریږي نودی به په جگړه پیل وکړي.

XS
SM
MD
LG