د لاس رسي وړ اتصالات

د المپیک مشال جاپان ته رسیدلی


په پیکینگ کې د پلان شوي سږني دوبي د المپیک د لوبو مشال جاپان ته رسیدلی او صبا به یې د انتقال رسمي مراسم د هغه هیواد په مرکز کې تر سره شي. د المپیک مشال نن په یوې طیارې کې ټوکیو ته ورسید. په پام کې ده چې د مشال د انتقال مراسم د ټوکیو په نگانو ښار کې تر سره شي.

ددغه ښار ډیر کلک امنیت نیول شوی دی. د ١٩٩٨ کال د المپیک ژمنۍ لوبې په نگانو کې تر سره شوې وې. په زرگونو پولیسو ته دنده سپارل شوې چې د المپیک د مشال د انتقال د مسیر امنیت ونیسي او د ناوړه پیښو مخنیوی وکړي. د جاپان د کابینې نطاق خلکو ته ډاډ ورکړی چې د المپیک لوبې په داسې یوه چاپیریال کې تر سره کیږي چې هر څوک پکې گډون کولای شي هغه له خلکو غوښتي چې د امنیت د خرابیدو مخه ونیسي.

په پلان کې وه چې په جاپان کې د المپیک د مشال انتقال له یوه بودايي معبد څخه پیل شي. خو په تیرې اوونۍ کې رپوټونو وویل چې معبد ددې کار سره مخالفت ښودلی.

XS
SM
MD
LG