د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: ترورستی گواښ له هغو طالبانواو القاعدی نه مخامخ دی چې په پاکستان کې دی


دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی له امریکائې قواو نه غواړی چې دهغه په هیواد کې دی مشکوکه طالبان اودهغوی پلویان نه بندیانوی اووائې، دغه دریځ افراطیان مایؤسه کوی چې وسلې په ځمکه کیښنږدی. ښاغلې کرزی دا تبصره دنیویارک ټائمز دورځپاڼی سره په مرکه کې کړیده چې نن دشنبی په ورځ خپره شویده . هغه وویل، واقعی ترورستی گواښ له هغوطالبانو اوالقاعدی نه مخامخ دی چې په پاکستان کې پټ شویدی.

ښاغلې کرزی وویل، په افغانستان کې دطالبانو دبندیکولو اوسنی پالیسی طالبان دی ته اړکوی چې له سر حد نه تیر شی او خپل ځانونه بیا منظم کړی او خپلو وسلو ته بیا لاس کړی. ښاغلې کرزی داخبره هم وکړه چې دی دپاکستان دنوی حکومت دپلان ملاتړ کوی چې غواړی افراطی طالبانو او دالقاعدی دغړو سره دسولی په باره کې خبری وکړی .دا دجمهوررئیس پرویز مشرف په مشری دپخوانی حکومت دپالیسی نه پوره فرق لری .

ښاغلې کرزی وویل، دهغه دحکومت اودپاکستان دصدراعظم یوسف رضا گیلانی ترمنځ روابط په ښه شان پیل شویدی . دښاغلې کرزی په مخکې بل کال دجمهوری ریاست دمقام لپاره انتخاباتی مبارزه پرته ده . دهغه په حکومت باندی انتقاد کیږی چې اداری فساد ئې ورک نکړ او دجنگسالارانو مخه ئې ونه نیوله چې دهیواد په زیاته برخه کنټرول لری.

XS
SM
MD
LG