د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی  د طالبانو د یوی حملی نه بچ شوی دی


د افغانستان د دفاع وزارت نطاق جنرال محمد ظاهر عظیمی وایی چی ښاغلی کرزی ، د کابینی یو شمیر غړی او بهرنی ډیپلوماتان نن له هغه وروسته چی ډزی پری وشوی د سیمی نه وویستل شول. حکومتی چارواکی وایی چی په دی حمله کی یو کس ووژل شو او څه ناڅه دری نور په شمول دی دوه وکیلانو زخمی شوی .

په ښاغلی کرزی او نورو میلمنو باندی هغه وخت ډزی وشوی چی د پوځی قطعاتو د معا ینه کولو وروسته د سټیژ سر ته راغی. د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد ډیر ژر د دی حملی مسولیت په غاړه واخیست او وایی چی د دوی جنگیالیو د راکټو او ټوپکو ډزی د سټیژ په هغه برخه وکړی چی مهم میلمانه هلته ناست ؤ.

د طالبانو دغه نطاق وویل چی دری کسه د طالبانو په دغه حمله کی وژل شوی دی. جمهور ریس کرزی د دغی حملی نه سمدستی وروسته په ملی ټلویزیون کی راښئکاره شو او وویل چی مسولینو یو شمیر مشکوک کسان نیولی دی. د افغانستان د ملی ټلویزیون نشرات چی د افغانستان نه د روسانو د وتلو او د کمونستانو د حکومت د ړنگیدو شپاړسمه کالیسه نانځله په ناڅاپی توگه قطع شول

XS
SM
MD
LG