د لاس رسي وړ اتصالات

هند یو توغندی فضاته توغولی دی


هند یو داسې توغندی فضاته توغولی دی چې د هغه په ذریعه ېې زېات شمیر مصنوعي سپوږمۍ د سري هاریکوتا د فضايي مرکز نه فضا ته انتقال کړي دي.

دغه توغندی نن د دوشنبې په ورځ وتوغول شو.

هغه لس مصنوعي سپوږمیۍ چې د دغه توغندي په وسیل فضا ته خوشې شول دوه یې په هند کې جوړې شوې وې.

په یوې کې یوه قوي کامره ایښودل شوې ده. ددغې کامرې په ذریعه د اساسي ساختمانونو او د طبیعي منابعو تصویرونه اخیستل کیږي.

اته نورې وړې سپوږمۍ یې په نورو بهرنیو تحقیقاتي موسسو پورې اړه لري.

ټولې مصنوعي سپوږمۍ د څو ثانیو په ترڅ کې فضا ته خوشې شولې او ټول جریان یواځې شل دقیقې وخت ونیو. د هند د فضايي ادارې رئیس دغه ماموریت کاملاً بریالی بللى دى.

د هند په خبري رپوټونو کې ویل شوي دي چې پخوا یواځې روسیه په دې قادره شوې وه چې اته مصنوعي سپوږمۍ د یوه توغندي له لیارې فضا ته خوشې کړي.

روسېې دغه کار تېر کال کړى و.

XS
SM
MD
LG