د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او سریلانکا جمهور رئیسانو شپږ تړونونه لاسلیک کړل


د ایران او سریلانکا جمهور رئیسانو د یو اعشاریه پنځه ملیاردو ډالرو په اندازه د بنسټیزو پروژو په گډون شپږ تړونونه لاسلیک کړل.

دا پروژې د سریلانکا د تیلو د تصفیې د ابیارۍ او د برښنا د تولیدي منابعو سره مرسته کوي.

د ایران جمهور رئیس، محمود احمدی نژاد چې جنوبی اسیا ته د تهران د اقتصاد او د تیلو د متحدینو سره په سیمه کې په لیدنه بوخت دی، نن سه شنبې سریلانکا کې دی. او نن ناوخته به هندوستان ته لاړ شي.

احمدی نژاد په اسلام اباد کې د پاکستان د جمهور رئیس پرویز مشرف سره په لیدنه کې د طبعي گازو د پایپ لاین په اړه خپل پلانونه څرگند کړل.

په شوی تړون کې د اوه نیم ملیاردو ډالرو په اندازه د انرژۍ پایپ لاین دی چې د ایران نه د انرژۍ محتاجو هیوادونو هند او پاکستان ته ورسول شي.

XS
SM
MD
LG