د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کې 19 کسان وژل شوی دی


د ناټو چارواکي وایې یو ځان وژونکي برید کوونکي، د افغانستان په ختیځ کې 19 کسان وژلي او 41 نور یې ټپیان کړي دي.

د ناټو ویاند وویل حمله په ننگرهار ولایت کې شوی او وسله والو مخالفینو مخکې لدی چې ځان وژونکي حمله وکړی، پر امنیتي مسولینو یې ډزی پیل کړی.

هغه دا هم وویل چې ټول وژل شوي کسان افغانان دی.

د یو بل خبر په اساس، پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیری، کاندولیزا رایس، پر جمهور رئیس کرزي باندی د حملې نه وروسته، د یوه غښتلي رهبر په توگه د هغه ستاینه وکړه او د هغه د مشری په شپږ کلنې دوری کی یی د طالبانو د را پرځولو نه وروسته، د امریکا په ملاتړ پر افغان حکومت باندې د حملو او گواښونو یادونه وکړه.

میرمن رایس د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو د نوی استازی، کای ایده، سره د غونډې نه وروسته دا خبرې وکړې. هغی وویل حامد کرزی یو تکړه جمهور رئیس دی.

ښاغلی کای ایده د میرمن رایس سره په گډ خبری کنفرانس کی زیاته یی کړه چې مونږه د جمهور رئیس کرزی ډاډ او ملاتړ له ځانه سره لرو.

ددی ترڅنگ پرون د سپینی ماڼی ویاندی، دینه پرینو، هم د جمهور رئیس کرزي پر ژوند باندی دا حمله وغندله.

هغه وی ویل: "زه به د جمهور رئیس پر هغی خبری تاکید وکړم چې ویل یی کله چی تاسو د تیروریستانو سره سرو کار ولری، نو تاسو باید سل په سلو کې سم اوسی، او دوی ته یوازی یو په سلو کی سموالی هم گټه رسوي."

هغی زیاته کړه چی "شکر دی چی جمهور رئیس کرزی روغ رمټ خلاص شو، خو مونږ د هغو کسانو سره هم پدی غم کی ځان شریک ُڼو چی پدی پیښه کی وژل شوی دی. مونږ له خدایه د هغوی دپاره د زړه صبر او ټپیانو ته روغتیا غواړو."

XS
SM
MD
LG