د لاس رسي وړ اتصالات

د طبعی گاز پاېپ لاېن: د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ موافقه


په اسلام اباد کی د ترکمنستان د گاز د پاېپ لاېن په باب موافقه حاصله شوه.

د چېن د خبری اژانس شېنهوا د ېوه تازه راپور له مخی، د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند، په اسلام اباد کی د ترکمنستان نه د افغانستان په لاره باندی د پاکستان او بېا د هند د سرحد پوری، د طبعی گاز د پاېپ لاېن د غزولو په هکله د ېوې مسودې په چوکاټ باندی سره راضی شول.

خو د چېن خبری آژانس واېې چه اوس د تېرو پنځو کلونو په مقاېسه، ددغه پاېپ لاېن د جوړېدلو قېمت اوه عشارېه شپږ مېلېارد و ډالرو ته لوړ شوی دی.

د پاکستان د حکومتی اژانس (ای پی پی) د راپور په اساس، د ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ ددی اوږده پاېپ لاېن د جوړولو ټول مصرف په اوله مرحله کی فقط دری عشارېه دری مېلېارده ډالر اټکل شوی ؤ.

د شېنهوا خبری اژانس واېې چه ددی پاېپ لاېن د پروژی پرانېستل به چه د تېرو پنځو کلونو په دوران کی څو څو وارې د سېاسی عواملو په بنېاد ځنډول شوی ؤ، په کال لس د پاسه دوه زره مېلادی کی شروع شی چه د مصرف ېوه برخه ېې د اسېا پراختېاېې بانک په غاړه اخېستلی ده.

اژانس واېې دا لومړی وار دی چه هند په دې پروژه کی په پوره ډول غړېتوب لری. اژانس واېې چه ددی پروژې د مصرف د لوړېدلو ېو مهم علت دا دی چه اوس هم د فولادو بېه لوړه شوی ده او هم ېې د جوړولو په کار زېاتی پېسی مصرفېږی.

اژانس د پاکستان د تېلو او طبعی منابعو د وزېر، خواجه آصف له قوله واېې کله چه دا پروژه مکمله شی، د اقتصادی نقطه نظره به ډېره گټوره ثابته شی.

دا اوږد پاېپ لاېن د ترکمنستان د دولت آباد ښار نه د افغانستان په لاره ملتان او بالاخره به د هند سرحد ته ورسېږی.

XS
SM
MD
LG