د ملگرو ملتونو عمومی منشي، بن کي مون، وایې چې هغه به په نړیواله کچه د خوراکی موادو د بی لوړیدو سره د مقابلې لپاره د یو ماموریت مشري په غاړه واخلي.
ښاغلي بن نن د سویتزرلنډ په بیرن ښار کې د نړۍ د اوه ویشتو سترو مرستندویه ټولنو سره د لیدنې پرمهال دا خبره وکړه.
دغو مرستندویه ټولنو هیله څرگنده کړه چې ددی ستونزې د حل لپاره به یوه عاجله لایحه تصویب کړي.
عمومي منشي وویل چې دا وخت باید ډیر ژر د فقر مخنوي دي. هغه د نړیوالو هیوادونو وغوښتل چې د م م نړیوال خوراکی پروگرام یا ډبلیو اف پي د اوه سوه پنځه اویا ملیونه ډالره بودجې کمبود کې مرسته وکړي.