د لاس رسي وړ اتصالات

اقتصاد: د تیلو بیه یو گلن درې ډالره او شپیته سنتو ته وختله


د تیلو بیه یو گلن درې ډالره او شپیته سنتو ته وختله او د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې د یو بیرل تیلو بیه نژدې یو سلو شل ډالره شوه چې په بهر کې د کارگرانو اعتصابونه د خامو تیلو تولیدات تهدیدوي.

په امریکا کې د تیلو د بییې د مخ پر لوړیدو سره د ټرکونو خاوندانو د هیواد په پایتخت کوڅو کې په مظاهرو لاس پورې کړ.

په سکاتلند کې د اومه تیلو د یو تولیدي شرکت اته څلویښتو کارگرانو د وتلو سره د بریتانیې د پترولو ستر شرکت پي ال سي د یکشنبې په ورځ خپل تولیدي فعالیت په ټپه ودرو چې په ورځ کې یې د اوه سوه زرو ډیر بیرله تیل استخراجول.

په نایجریا کې هم د تیلو د لوړی بیې له امله کارگرانو په اعتصاب لاس پوری کړی.

XS
SM
MD
LG