د لاس رسي وړ اتصالات

بوش: په افغانستان کی د ناکراریو د زیاتېدلو سره سره پرمختگ روان دی.


د متحده ایالاتو جمهور ریس جورج بوش وایی په افغانستان کی د ناکراریو د زیاتېدلو سره سره پرمختگ روان دی.

د امریکا ږغ خبریاله پاولا ولفسن د سپینی ماڼی څخه رپوټ راکوی چی ښاغلي بوش افغانستان ته د ملگروملتونو د نوي استازي د ناروې اوسېدونکي کې ایډي سره په خبرو کی یو ځل بیا وویل چی د افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

جمهور ریس بوش وایی د افغانستان سره منظم ملاتړ ډېر مهم دی او په دغه برخه کی د ملگرو ملتونو له هلو ځلو سره د متحده ایالاتو ملاتړ ملگری دی.

دی وایی د افغانستان د جنگ گټل او د امنیت خوندي کول تر ټولو مهم هدف دی. په افغانستان کی د افراطیانوو پر ضد جنگ د سولی د بریالی کېدلو د هدف تر ټولو مهمه برخه ده.

جمهور ریس بوش د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو د عمومی منشی د نوي استازي سره تر خبرو وروسته دا ومنله چی په هغه هیواد کی ډېر سخت کارونه او مشکلات په مخ کی دی.

ده وویل د ناروې ډیپلوماټ کې ایډي، چی تازه یې په کاسوو کی د ملگرو ملتونو د استازي په حيث وظیفه سرته رسولې ده، د افغانستان د پاره ډېر وړ سړی دی.

بش: "په دې کی شک نسته چی مشکلات په مخ کی دی. ما د ملگرو ملتونو سفیر ته وویل که دا اسانه کار وای نو موږ او یا ملگرو ملتونو به ددې وظیفې دپاره دده په سطح سړی نه وای انتخاب کړی."

دوی دا خبری په سپینه ماڼئ کی له یوه خبری کنفرانس څخه یوازی څو ساعته وروسته وکړې چی په هغه کی د جمهور ریس بوش څخه د افغانستان پر جمهور ریس حامد کرزي باندی په کابل کی د افراطیانو د قاتلانه حملې په باب پوښتنی وسوې.

یوه خبریال له جمهور ریس بوش څخه پوښتنه وکړه چی د دې ټولو ناکراریو سره سره دی اوس هم په دې عقیده دی چی امریکا د افغانستان جنگ گټی.

ده وویل: "موږ په افغانستان کی پرمختگ کوو، مگر هلته ډېر سخت جنگ روان دی. زه په دې کی هیڅ شک نه لرم چی دا اسانه کار نه دی. زه په دې ښه پوهېږم چی موږ له ډېر سخت دښمن سره مخامخ یو. زه په د ېعقیده یم چی دا زموږ په گټه ده چی موږ دغه دښمن ته ماته ورکړو."

جمهور ریس یو ځل بیا پر دې خبری ټینگار وکړ چی امریکا باید یا له ټروریسټانو او افراطیانو سره په بهر کی مقابله وکړي او یا به په امریکا کی د هغوی سره جنگ ته تیاری کوی.

او دا عقیده چی وایی دا کسان خپل سر ته پرېږدی او یا یې په زور مه تحریکوی یوه بې اساسه او ساده عقیده ده او زموږ د ملت په گټه نه ده: "موږ له بدماشانو او قاتلانو سره په یوه نړی واله جگړه لگیا یو. او متحده ایالات باید چی په دغه جنگ کی رهبری وکړی."

ده دا تبصرې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چی طالب توندروانو د افغانستان په ختیځ کی یوه بله ځان مرگې حمله وکړه.

په عین وخت کی توندروانو د پاکستان سره سرحد ته نیژدې د اپیمو د له منځه وړلو پر یوه ټیم باندی حمله وکړه.

XS
SM
MD
LG