د لاس رسي وړ اتصالات

د گازو د پایپ لاین غزولو مسله د احمدي نژاد په لمړني سفر کې د اجنډا په سر کې وه


د گازو د پایپ لاین غزولو مسله چې هند او ایران سره نښلوي او امریکایې سخت مخالفت کوي، نوی ډهلي ته د سه شنبې په ورځ د ایران د جمهور رئیس په لمړني سفر کې د اجنډا په سرکې وه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې محمود احمدي نژاد، نوي ډهلي ته په خپل پنځه ساعته سفر کې تیر ماښام ورسید او د صدر اعظم من موهن سنگ او جمهور رئیسې پراتیبا پټیل سره یې ولیدل.

دا په تیرو پنځه کالو کې هند ته د ایران د یو مشر لمړنی سفر دی.

د اوه ملیاردو امریکایي ډالرو دغه پایپ لاین د پاکستان د لارې به هند غزول کیږي، او سره لدی چې د قیمت په سر یې د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلاف موجود و، هند د پایپ لاین د امنیت په اړه د پروژې د ځنډ ویره هم لري.

په هرصورت احمدي نژاد وویل چې د دری واړو هیوادونو ترمنځ به د پایپ لاین د پروژې په اړه په پنځه څلویښتو ورځو کې پوره موافقی ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG