د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د خوراکی موادو د بیې د لوړوالی په اړه اندیښنه


د خوراکي موادو نړیوال سازمان په افغانستان کې د خوراکی موادو د بیې د لوړوالی په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده.

د نړیوال خوراکی سازمان د اسیا د څانگې مشر انتوني بانبوری چې په افغانستان کې دی، د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې یې وویل چې تیرکال د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې نه د نهه اویا ملیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه او تر اوسه ورته اوه اویا ملیونه رسیدلی دي.

د دوه نیم ملیون اړینو خلکو لپاره د خوراکی موادو د توزیع په اړه یې وویل چې پدی اړوند د افغانستان د حکومت دا گام د قدر وړ دی.

ددغه اوه اویا ملیونو ډالرو مرستې علاوه د افغانستان دولت د پنځوس ملیونو ډالرو په اندازه د بهرنیو هیوادونو څخه د خوراکی موادو لپاره هم ځانگړي کړي دي.

XS
SM
MD
LG