د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: د بمونو په دوو چاودنو کی اته ملکي افغانان وژل شوي دي


افغان چارواکي وایی چی د کندهارد ولایت د سپین بولدک ښار گوټي ته نژدې د سړک په غاړه د بمونو په دوو چاودنو کی اته ملکي خلک وژل شوي او شپږ تنه زخمي شوي دي.

مامورینو پرون ویلي وو چی په کابل کی کله چی امنیتي قواو په هغه کور باندی حمله وکړه چی په جمهور رئیس حامد کرزي باندی حمله کونکي په کی پټ شوي وو، لږ تر لږه اووه تنه ووژل سول.

د افغانستان د استخباراتو رئیس امر الله صالح وویل چی په وژل شوو کسانو کی یو هغه سړی هم و چی په حامد کرزي باندی په حمله کی یې مستقیم لاس درلود. خپله جمهور رئیس کرزي ته څه تاوان نه دی رسیدلی.

د استخباراتو رئیس دا هم ویلي دي چی داسی شواهد موجود دی چی ښئي هغو یاغیانو چی د پاکستان په قبایلي سیمو کی اوسیږي ددې قاتلانه حملې پلان ترتیب کړی و، مگر هغه وایی چی ددې ثبوت نه لری چی د پاکستان حکومت دی په هغې کی لاس درلود.

XS
SM
MD
LG