د لاس رسي وړ اتصالات

نېوېارک ټاېمز: افغان چارواکى وايي القاعده، د کرزى د وژلو په دسېسه کې لاس لرى


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼى نن لېکلى دى چې افغانان چارواکى وايي د افغانستان د جمهور رئېس حامد کرزى د قتلولو په دسېسه کې القاعده هم لاس لرى او هغوى ېو شمېر مشکوکان په دې اړه نېولى دى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه وايي دا کسان د پاکستان په قبېلوى سېمه کې له هغو ډلو ټپلو سره اړېکى لرى چې له القاعده سره په ترهگرۍ کې لتاړ دى.

نېوېارک ټاېمز دا خبرى د افغانستان د استخباراتو د مشر له قوله کړېدى. دا ادعا هغه وخت را څرگنده سوه چې د افغانستان په استخباراتو کې د خطر زنگونه ووهل شول او امنېتې قواوېو شمېر هغه مشکوکان ېا ووژل او ېاېې ونېول چې د ېکشنبى د ورځې په هغه دسېسه کې ېې لاس درلود چې د ښاغلى کرزي د وژلو لپاره جوړه سوې وه.

امنېتى قواو په کابل کې په درو کورونو باندى چې د مشکوکانو د سېب ځاى گڼل کېده چپاو وروړ. په اته ساعته برېد او کلابندۍ کې په ېوه کور کې اوه کسان ووژل شول. په دې جمله کې درې امنېتى چارواکى او ېو ماشوم ووژل شو.

نېوېارک ټاېمز لېکى د افغانستان د استخباراتو رئېس امرالله صالح په ېوه خبرى کنفرانس کې ووېل ېو افراطى چې د ښاغلى کرزى د وژلو په برېد کې ېې مرسته کړې وه، هماېون نومېده او په دغو چپاوونو کې وژل شوېدى، د سږکال د جنورى په مېاشت کې ېې د کابل د سېرېنا هوټل په بم چونو کې هم مرسته کړې وه.

د سېرېنا هوټل په بم چونو کې اوه کسان وژل شوى ول. دغه افغان چارواکى وايي ددوى د معلوماتو له مخى هماېون د ېوه منځگړي له لارې د جلال الدېن حقانى د مجاهدېنو سره تړاو درلود.

جلال الدېن حقانى د مجاهدېنو ېو قوماندان و چې اوس د پاکستان په قبېلوى سېمه کې دېره دى او له القاعده سره ډېرې پخوانۍ اړېکى لرى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې د افغانستان د استخباراتو د رئېس له دغو خبرو نه دا څرگندېږى چې هغه افراطېان چې له القاعده سره تړاو لرى، هغوى له طالبانو سره چې غواړى د حامد کرزى حکومت ته خطر پېښ کړى له نېژدى نه په گډه کار کوى.

دغو همکارېو، د کابل په شاو خوا حملو کې نوره پېچلتېا هم رامنځته کړېده. نېوېارک ټاېمز، په واشنگټن کې د امرېکا ېې ماهرانو له قوله لېکى چې تر اوسه پورې لا دا نده معلومه چې القاعده به دښاغلى کرزى د وژلو په هڅو کې په تېره ېکشنبه کې څومره نقش درلودلى وى، که څه هم هغوى دا منى چې ښاغلى حقانى پخواله دغى ډلى سره اړېکى درلودلى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه، د افغانستان او غربى استخباراتو له قوله لېکى چې دغو ادارو له ېوکال نه زېاته موده مخکى خبردارى ورکړى و چې د القاعده افراطېان او طآلبان په قبېلوى سېمو کې له خپلو پټو ځاېونونه ددى لپاره کار اخلى چې خپلې اړېکى مظبوطى کړى، نوي جنگېالى پېدا کړى او وې روزي او د ځان وژونکېو شمېر زېات کړى.

ورځپانه زېاتوى چې د افراطېانو ترمنځ د ېو ټېنگ ېووالى موجودېت نه ېوازې دلته احساس شوېدى بلکه په پاکستان کې هم احساس شوېدى.

په پاکستان کې هغو افراطېانو چى له القاعده سره ېې تړاو درلود، د تېرکال په اوږدو کې په شلگونو ځان وژونکې برېدونه وکړل او د پاکستان نوى حکومت ېې دېته اړېوست چې داسى تازه خبرى ورسره وکړى چې مقصد ېې د جنگ بندول اوسوله ده.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې دغو پېښو امرېکایېان او د لوېدېځ نور چارواکى خبردار او دېته څک کړېدى او هغوى رپوټ ورکوى چې سږ کال به له پاکستان نه پر افغانستان باندى د برېدونو په شمېر کې زېاتوالى راسى.

نېوېارک ټاېمز لېکى په هغه کنفرانس کې چې د افغانستان ددفاع وزېر عبدالرحېم وردک او د کورېنو چارو وزېر ضرار احمد مقبل موجود ول، امرالله صالح ووېل ېوځل بېا زموږ پرخاوره باندى له پاکستان نه برېد شوېدى او داد لمر په څېر روښانه ده ځکه چې موږ ټول شواهد اوبېلگى لرو چې دا خبر څرگنده کړى.

په شواهدو کې د لاسى ټېلېفون هغه ټېلېفونونه شامل د ى چې افراطېانو تروروستى وخت پورې پاکستان ته کړېدى.

ورځپاڼه د امر الله صالح اونورو چارواکېو له قوله لېکى دا خبرى وروسته له هغه نه څرگندى شوې چې د کورنېو چارو وزارت ېو شمېر خپل مامورېن چې د سېرېنا هوټل د بم چونې له پېښې نه وروسته ترېنه تحقېقات کېدل ونېول.

په دې کې ېوه تن اعتراف وکړچې دى د عسکرى رسم گذشت په هغه پېښه کې دخېل و چې دېکشنبى په ورځ وشوه او درى تنه پکى ووژل شول او ېوولس تنه پکى زخمى شول.

هغه په کابل کې دنورو ډلو په برخه کې هم چې د برېدونو پلان ېې درلود معلومات ورکړ.

دوېم مشکوک هم په دې اعتراف وکړ چې دى افراطېانو ته وسله برابروى او دوى ته ددى په مقابل کې پېسى ورکول کېږى.

د افغانستان د دفاع وزېر عبدالرحېم وردک هم ووېل چې له تحقېقاتو نه داسى معلومېږى چې دښمن تر ېوې اندازې پورې په امنېتى ادارو کې ځاى نېولى دى خو موږ هغه کسان چې په دغو دسېسو کې لاس لرى نېولى دى.

د افغانستان د کورنېو چارو وزېر ضرار احمد مقبل ووېل د کورنېو چارو وزارت ېوشمېر پولېسان ددى لپاره څارل چې شک پرې کېده چې د سرېنا د هوټل په برېد کې به لاس لرى خو هغوى نېول شوېدى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې د پاکستان د پوځ او حکومت چارواکېو دا خبرى رد کړېدى او وايى چې په پاکستان کې د سرېنا هوټل د بم چونى او ېا کومى بلې حملى پلان ندى جوړ شوى.

XS
SM
MD
LG