د لاس رسي وړ اتصالات

د بر طرف شوی قاضېانو  په باب، د پاکستان د مشرانو موافقه


د پاکستان د واکمن اېتلاف مشران د هغو قاضېانو چې جمهور رئېس پروېز مشرف برطرف کړى ول، د بېرته برحاله کولو په برخه کې ېوې موافقى ته رسېدلى دى.

د پاکستان پخوانى صدر اعظم نواز شرېف ووېل د قاضېانو برحالى به د پارلېمان د ېو پرېکړه لېک له مخى نه وشى.

په دې برخه کې به نور تفصېلات د جمعى په ورځ خلکو ته برالا کړى شى. ښاغلى شرېف د پاکستان د مسلم لېگ نواز گوند مشر خبرېالانو ته نن ووېل چې د پاکستان د پېپلز گوند له مشر اصف زردارى سره خبرو مثبت نتاېج درلودل.

د اېتلاف مشرانو تېرې دوه ورځى په دوبۍ کې تېرې کړى او کو شش ېې وکړ چې هغه اختلافات له منځه لېرى کړى چې قاضېان څنگه بېرته برحال کړى شى.

ښاغلى شرېف گواښ کړى و چې که دوى کومې موافقى ته ونه رسېدلى نو دى به داېتلاف څخه ووزى.

ښاغلى زردا رى غواړى چې د قاضېانو برحآله کول په اساسى قانون کې له تعدېلاتو سره تړاو ولرى. په دې تعدېلاتو کې د عالېرتبه قاضېانو د قدرت کمول هم شامل دى.

خو ښاغلى شرېف غواړى چې قضائېه بېرته د پخوا په څېر برحاله کړى شى لکه څنگه چې تېرکال د پروېز مشرف د شپږ اونى اضطرارى حالته څخه دمخه وه.

XS
SM
MD
LG