د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ څلورو طاقتونو د فلسطینیانو سره د ملاتړ غوښتنه کړې ده


د نړۍ طاقتونو د عربي ملکونو نه غوښتي دي چی د اسرائیلو سره د سولي په خبرو کی دی د فلسطسنیانو سره د ملاتړ د خپلو وعدو احترام وکړی. د منځني ختیځ په باب څلورو طاقتونو نن د جمعې په ورځ په لندن کی یوه بیانیه خپره کړه او په هغې کی یې د عرب ملکونو نه غوښتي دي چی د سولي د جریان په ملاتړ کولو کی دي خپلي سیاسي او مالي وعدې پوره کړی .

دا څلور طاقتونه امریکا،اروپایي اتحاد،روسیه او ملگري ملتونه دي . ددغو څلورو طاقتونو د غونډي نه مخکی د امریکا د بهرنیو چارو وزیري کاندولیزارایس وویل چی هغه عرب ملکونه چی د فلسطینی دولت د جوړولو د پاره منابع لری باید په دې باندی غور وکړی چی هغوی څومره زیات کومک کولای شی نه دا چی په لږ مرستي باندی فکر وکړی.

هغې د کوم هیواد نوم وانه خیست مگر یوه امریکایی مامور وویل چی هغې کویټ،قطر او څو نورو عربي ملکونو ته اشاره کوله چی تر اوسه یې لا د فلسطین د حکومت سره مالي مرستي نه دي کړی.

XS
SM
MD
LG