د لاس رسي وړ اتصالات

د الجزیرې د تلویزیون عکاس د گوانتا نامو د زندان نه خوشی شوی دی


د سوډان د تلویزیون هغه عکاس چی شپږ کاله د گوانتانامو په زندان کی و بیرته خپل اصلي هیواد سوډان ته رسیدلی دی.سمیع الحج کله چی نن د جمعې په ورځ په یوه امریکایی الوتکه کی د سوډان پایتخت خرطوم ته ورسید نو سمدستی یوه روغتون ته د معایناتو د پاره ورسول شو .

الحج د الجزیرې تلویزیون عکاس و چی په ٢٠٠١ کال کی پاکستاني عسکرو ونیو او امریکایي چارواکو ته یې تسلیم کړاو د ٢٠٠٢ کال راهیسی پرته له دې چی کوم تور ورباندی ثابت سوی وی د گوانتانامو په زندان کی و. هغه الجزیرې تلویزیون ته وویل چی دده په قول ‏«‎ په دې زندان کی د موږو موږکانو سره تر بندیانو ښه بشري رویه کیږی ‏» او د زندان وضعه ورځ په ورځ پسې خرابیږی.

XS
SM
MD
LG