د لاس رسي وړ اتصالات

په نیپال کې دامریکا سفیر دماوست مشرسره لیدلی دی


په کټمنډو کې دامریکا سفیره او ماوستان ددغې لومړی غونډی په باره کې ډیر کم څه وائې چې دامریکا دسفیرې نینسی پاول او دماوست مشر پوشاکمل ډل چې په پراچنداشهرت لری ،ترمنځ شویده . امریکا تراوسه پوری پخوانی یاغیان چې اوس دنیپان دماوستانو دگوند یوه برخه ده، په رسمی توگه ترورستی ډله بولی . دټریبوان دپوهنتون دسیاسی علومو استاد کرشناکانل وائې، پدی وروستیو هفتو کې داسی نخښی نښانی لیدل شویدی چې دسفیری پاول او پراچندا ترمنځ دارنگه غونډه حتمې وه. پروفیسرکانل وائې: ١ دامریکا دسفیرې او دماوست مشر ترمنځ مستقیم تماس په کټمنډو کې ندی نیول شی .

مگر دمؤسسانو دجرگې دانتخاباتواو دماوستانو دبری نه وروسته ځینی داسی نخښی نښانی شته دی چې امریکائې ماموران او ماوست مشرانو دغه موقع درلودله چې دیوبل سره ووینی او لیدنه کتنه سره وکړی . دنیپال مطبوعاتو رپوټ ورکړیدی چې ماوستان دپراچنډاپه کورکې دپنجشنبی دورځی غونډه ډیره گټوره گڼی . ماوستانو په دوه زره شپږم کال کې دنیپال دحکومت په خلاف لس کلن تاوتریخوالی پای ته ورساوه او دسولی موافقه ئې ورسره وکړه چې په نتیجه کې ئې دتیری میاشتی ملی انتخابات وشول .

په کټمنډو کې دامریکا سفارت دجمعی په ورځ په یوه لنډه غوندی اعلامیه کې وویل، سفیری دماوست مشرنه ډاډ ترلاسه کړچې نوی حکومت به دمرستو درسولو دبین المللی مؤسسو سره داوسنیو موافقو احترام کوی او دهغه چادژغورلوډاډ به ورکوی چې دغه موافقی عملی کوی . سفیره دجمعی په ورځ له نیپال نه واشنگټن ته روانه شویده چې دا به دلته دامریکا حکومت ته په انتخاباتو کې دماوستانو دناڅاپی بری په باره کې معلومات ورکړی .

XS
SM
MD
LG