د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا دافغانستان په جنوب کې دنظامی قوماندانی بیرته لاس ته په راوړولوغورکوی


دامریکا ددفاع وزیر رابرټ گیټز وائې، دی پدی نظر باندی غورکوی چې وائې، دافغانستان په جنوب کې دی دناټو دعسکرو قومانده دی امریکائې قواوته ورکړل شی . ښاغلې گیټز پرون دجمعی په ورځ وویل،امریکا ته پکاردی چې په افغانستان کې په خپل نظامی انتظام باندی له سره غوروکړی چې پدی کې دا موضوع هم شامله ده چې ایا دا معنئ ورکوی چې په یوهیواد کې دوه نظامی قوماندانی وی .

ښاغلې گیټزوویل وشنگټن به مخکی لدی نه چې دافغانستان په جنوب کې دنظامی قوماندانی په باره کې پریکړه وکړی دخپلو ناټو دانډیوالانو سره به سلا مشوری وکړی . په دوه زره شپږم کال کې دافغانستان په جنوب کې امریکائې عسکرو نظامی قوماندانی دناټو عسکرو ته تسلیم کړه او له هغه وخت نه راپدی خوا هلته دطالبانو تاوتریخوالی زیات شویدی .

دنیویارک ټائمز ورځپاڼی نن دشنبی په ورځ رپوټ ورکړیدی چې دامریکا ددفاع وزارت بل کال افغانستان داوو زرو‏(‎٧٠٠٠ ‏)‎ نورو عسکرو په لیږلو باندی غورکوی . ورځپاڼه دمامورانوله قوله چې نه غواړی نومونه ئې یاد شی وائې، دغه اقدام لدی لپاره کیږی چې دناټو دهغو نورو غړو هیوادونودعسکرو کمبود پوره کړی چې نه غواړی افغانستان ته خپل عسکرواستوی .

له بل پلوه دبریتانی نظامی مقامات وائې، په یوه چاودنه کې چې پرون دجمعی په ورځ دهلمند په ولایت کې شوی وه، دبریتانی یوعسکر وژل شوی او دوه تنه نورزخمیان دی . دوی وائې، دبریتانی عسکرو دنوزاد په ولسوالې کې گزمه کوله چې ددوی موټر په مائن باندی وخوت. دهلمند په ولایت کې اکثره دبریتانی عسکردیره دی . دامریکا ځینی پلی سمندری عسکرو هم تیره هفته دغه ولایت ته استول شویدی چې دافراطی طالبانو په خلاف عملیات تقویه کړی .

په افغانستان کې اوس دامریکا شپاړلس زره عسکر دناټو په قوا کې وظیفه سرته رسوی چې پدوی کې دبریتانی، کاناډا، هالنډ او اسټرالیا عسکر هم شته دی . اتلس زره نور امریکا ئې عسکردامریکا دمرکزی قومانداندی لاندی عملیات سرته رسوی .

XS
SM
MD
LG