د لاس رسي وړ اتصالات

میرمن رائس دمنځنی ختیځ دسولې دخبرو نوی پړاوپیل کړیدی


دبهرنیو چارو دوزیری دلندن په دوه ورځنې غونډه کې ټینگار په منځنی ختیځ باندی وچې پدی کې داسرائیلو اوفلسطینیانودمامورانو او دسولی دخبرو دمالی ملاتړکونکوسره دډاکټر رائس خبری شامل وی. امریکا، روسېې، اروپائې اتحاد او ملگروملتونو ددغه هدف لپاره په بین المللی ملاتړ ټینگار وکړچې دتیر نومبر په میاشت کې په اناپولیس کې دامنل شوی وه چې ددوه زره اتم کال په اخرکی به دغه موافقه کیږی .

مگر دغه ډلې برسیره پرنورو شیانو داردن دسیند په لویدیځه غاړه کې داسرائیلی ناقلینو لپاره دنویو کورونو په جوړولو اودغزی له تړانگی نه چې دحماس په لاس کې ده ، داسرائیلو په جنوب باندی دتوغندیو په گوزارونوباندی ژوره اندیښنه څرگنده کړیده .

میرمن رائس وویل، ددغو ستونزو سره سره دا تراوسه پوری فکرکوی چې هغه هدف به لاس ته راوړل شی چې ددوه زره اتم کال اخرورته ټاکل شویدی که څه هم چې پدی باره کې موجوده شکونه ددرک وړدی . میرمن رائس وائې: ١ دا یومشکل کاردی ،زحمت غواړی او ډیروخت ورته پکاردی. مگر زه پدی عقیده یم چې دوی ددی فرصت لری چې دکال په اخرکې یوی موافقی ته سره ورسیږی . او همدا علت دی چې موږ هره ورځ ددی هدف لاس ته دراوړلو لپاره کارکوو.

دفلسطین صدراعظم سلام فیاد ددغه هدف لاس ته دراوړلو په باره کې دومره خوشبین ندی ، په فلسطین کې اقتصادی ستونزی چې اسرائیلو پیداکړی او هغه پیسی ورته ندی رسیدلی چې تیرکال په پاریس کې دخلېج دشتمنوهیوادو نو په شمول بین المللی مرسته ورکونکوهیوادونو ئې وعده کړی وه .ښاغلئ فیاد وائې: ٢ ماوویل، دغه خبری په هغه طریقه پرمخ نه بیول کیږی چې هدف ئې داناپولیس په غونډه کې په گوته شوی و. ځکه نو که دغه شیان په همدی لاره روان وی لکه څنگه چې دی نو احتمال نلری چې دغه هدفونه به لاس ته راوړل شی .

په تیرودوکالو کې میرمن رائس اسرائیلو اوفلسطین ته ‏(‎١٥ ‏)‎ ځلی سفرکړیدی . میرمن رائس به نن دشنبی په ورځ داسرائیلو صدراعظم یهود اولمرټ سره لیدنه کتنه وکړی . دا به دیکشنبی په ورځ داردن دسیند دلویدیځی غاړی درامالا په ښارگوټی کې دفلسطین دجمهوررئیس محمود عباس سره وگوری اوهمدغه رازددواړو خواو دلوړرتبه مامورانوسره به دوه ځلی دری اړخیزه غونډې وکړی .

میرمن رائس به دجمهوررئیس بوش دسفرلپاره مقدماتی کارونه سرته ورسوی . ښاغلې بوش به دمی ددیارلسمی نه تراتلسمی نیټی پوری اسرائیلو، سعودی عربستان او مصرته سفر وکړی نوښاغلې بوش به کوښښ وکړی چې دسولی په خبرو کې پرمختگ وشی .

XS
SM
MD
LG