د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: د کرزی د قتل د ناکامه کوښښ په ارتباط د دوه کسانو نیول کیدل


په افغانستان کی حکومتی مقامات وایی چی د اپریل په اوویشتمه باندی یی په جمهوریس حامد کرزی باندی د قتل د ناکامه کوښښ د حمله کونکو سره د ارتباط درلودلو په گمان، د حکومت دوه تنه کارکونکی نیولی دی.

د دفاع وزیر عبدالرحیم وردگ نن خبریالانو ته وویل چی یوه د دغو سړیو نه ددفاع په وزارت کی کار کاوه.

ایسوسیټډ پریس د ښاغلی وردگ د خولی ویلی چی د دفاع وزارت دغه کار کونکئ د وسلو یو ماهر و او هغه دوه کلاشنکوفونه چی په دی حمله کی استعمال شوی وو، د حکومت وو.

د ملی امنیت ریس امرالله صالح هم نن د خبریالانو سره خبری کړی، او ویلی چی دا خبره واضح ده چی د القاعدی تیروریستی شبکی پدی حمله کی لاس درلودو.

د اپریل د اوه ویشتمی د حملی نه ښاغلی کرزئ بچ شوی و. خو درې تنه نور پکی وژل شوی وو، او د طالبانو د حملی مسولیت ادعا کړیده.

XS
SM
MD
LG