د لاس رسي وړ اتصالات

رایس:  امکان شته چې دکال تر آخره پوری د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ موافقه وشی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کانډو لیزارائس وائې، امکان شته چې د کال تراخره پوری د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولی موافقه وشی، مگر د اسرائیلو حکومت ته پکار دی چې ډیر څه وکړی چې د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په ژوند کې ښه والی راشی.

میرمن رایس پرون د شنبی په ورځ وویل، اسرائیل باید ډیرپاټکونه لیری کړی، څو د اردن د سیند د لویدیځی غاړی د فلسطینیانو په ژوند کې ښه والی راشی چې ددوی په تگ راتگ باندی دغو پاټکونو پوره اغیزه کړیده.

میرمن رائس سیمی ته سفرکړیدی. هغی غواړی هغه کوښښونه پر مخ بوځی چې هدف ورنه د کال په آخرکې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولی دموافقی کول دی.

میرمن رائس وائې، کله چې دا نن د اسرائیلو او فلسطین د مشرانو سره خبری وکړی، نو دا به له اسرائیلو نه وغواړی چې د اردن د سیند په لویدیځه غاړی کې نوپاټکونه او پوستی لیری کړی.

XS
SM
MD
LG