د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: اوباما د گووام په سیمه کې، مقدماتی انتخابات گټلی دی


د امریکا دجمهوری ریاست د مقام لپاره په انتخاباتی مبارزه کې اوباما د گووام په سیمه کې مقدماتی انتخابات گټلی دی.

د امریکا د جمهوری ریاست د مقام لپاره کاندید، بارک اوباما، د مرکزی حکومت د اداری لاندی د گووام دټاپو مقدماتی انتخابات گټی دی.

ده اوه رایه د خپلی سیالې هیلیری کلنټن نه زیاتی وړی دی.

پرون د شنبی په ورځ د بحر الکاهل په دغه ټاپوکې څلورزه پنځه سووکسانو رایه ورکړی وه چې دا شمیر ددوه زره څلورم کال په مقایسه دوه برابره دی.

هیڅ یو کاندید په دغه ټاپوکې انتخاباتی مبارزه نه وه کړی. اوباما او میرمن کلنټن پرون د شنبی په ورځ په اینډیانا او په شمالی کارولینا کې انتخاباتی مبارزه کړی وه چې د سه شنبی په ورځ پکې مقدماتی انتخابات کیږی.

دواړو د انتخاباتی مبارزی په وخت کې د تیلو د قیمتونو د لوړیدلو په باره کې چې دوی عکس العمل وښود، د هغې په ارتباط دوی په یوبل باندی انتقاد وکړ.

XS
SM
MD
LG