د لاس رسي وړ اتصالات

د مۍ د میاشتې درېیمه نیټه  - د رسنیو نړیواله ورځ


د مۍ د میاشتې درېیمه نیټه چې درسنیو نړیواله ورځ ګڼل کیږي، د نورو هیوادو په څیر په افغانستان کې هم هر کال لمانځلې کیږي.

په تیرو شپږ کلونو کې په افغانستان کې رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی چې د دغه پرمختګ په لړ کې دسلام وطنداره راډيويي شبکه هم یادېدلی شي.

د سلام وطنداره راډیو اوسنی مشر مسعود فریور چی د امریکا د متحدو ایالاتو د هاروارډ له پوهنتونه د ژورنالیزم په څانګه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی، وايي د انټرنیوز مطبوعاتي موسسې په تخنیکي او مسلکي مرسته یې په افغانستان کې ۳۶ راډیوګانې په ۲۶ولایتونو کې جوړی کړي.

مسعود فریور وايي چې په نیږدی راتلونکې کې به څلوری نوری خپلواکې راډیوګانې د دوی خپرونې دخپلو راډیوګانو له لاری خپری کړي.

هغه وايي چې په تیرو شپږو کلونو کې رسنیو په افغانستان کې ښه وده کړی ولې لا اوس یې هم د فعالیت په وړاندې ستونزی شته.

د سلام وطنداره راډیو د خبري خپرونو تر څنګ دا ډول د افغانستان دوتلو سندرغاړو کنسرټونه هم برابروي.

تیره میاشت دغې راډیو دوتلې سندرغاړې استاد مهوش کنسرټ هم برابر کړی وو.

XS
SM
MD
LG