د لاس رسي وړ اتصالات

رایس: بوش په دې پوره باور لري چې د یو فلسطیني دولت د جوړېدو وخت رارسېدلی


د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې، کانډو لیزا رایس، منځني ختیځ ته خپل وروستۍ سفر نن سهار د اسرائیل له صدر اعظم ایهود اولمرت سره په کتلو پای ته ورساوه.

هغې وروسته په یو کنفرانس کې وویل چې که څه هم وخت لږ پاته دی، خو هیله منه ده چې د یو فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره د سولې طرحه به پلې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، کانډولیزا رایس له محمود عباس سره له پرونۍ کتنې وروسته، نن سهار د اسرائیل له صدر اعظم سره بیا وکتل.

له اولمرت سره د رایس د نن ورځې د خبرو جزئیات په ډاگه نه شول. هغې د اسرائیل له چارواکو سره وروستۍ خبرې ښې وگڼلې خو د کوم مشخص بریالیتوب یادونه یې ونه کړه.

رایس پرون د یکشنبې په ورځ د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې له فلسطیني مشر، محمود عباس سره وکتل او له اسرائیل څخه وغوښتل چې په لویدیځه غاړه کې دې د لارو د خنډونو په لېرې کولو سره پر فلسطینيانو ژوند آسانه کړي.

په داسې حال کې چې د فلسطین مشر د خبرو اترو او د لارې د نقشې په هکله خوشبینه نه ښکاري، رایس وویل چې بیا هم د کال تر پایه وخت شته او دې هدف ته به سره ورسیږي.

رایس:«‎ جمهور رئیس بوش په دې پوره باور لري چې د یو فلسطیني دولت د جوړېدو وخت رارسېدلی. او دا د حل لارې د تطبیق یو هدف دی ځکه نو په یو وخت کې پر دې طرحې او خبرو اترو یو ځای کار کوو. موږ اوس هم په دې عقیده یو چې د کال تر پایه کله چې د جمهور رئیس بوش دوره ختمیږي، دا یو سر ته رسېدونکی هدف دی.‏»‎

فلسطیني مشر محمود عباس، اسرائیل په اشغالي سیمو کې د نویو هستو گنځایونو په جوړولو سره، د خبرو د لړۍ په ورانولو تورنوي.

د لومړي گام په توگه، ټاکل شوې وه اسرائیل دا خنډونه لېري کړي او په مقابل کې یې د عباس اداره، له نامسئولو ملېشو څخه وسله ټوله کړي خو تر اوسه دواړه خواوو دغه کارونه نه دي کړي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیرې، ځیپي لیوني وویل کله چې د سولې خبرې وروستي پړاو او خبره د پولو ټاکلو ته ورسیږي نو د خنډونو لېرې کول او د نویو هستوگنځایونو تشول او ورانول، کومه مشکله خبره نه ده.

هغې له اولمرت څخه د اسرائیل د پولیسو د تحقیقاتو په اړه وویل: ‏«‎ یواځېنۍ سمه لاره چې اوس پاته ده، دا ده چې څېړونکي خپلو کارونو ته پرې ښودل شي. زه پر قانوني لړۍ بشپړ باور لرم.‏»‎

بل پلو ټاکل شوې ده چې د اسرائیل صدراعظم او دفلسطیني ادارې مشر، محمود عباس، نن ناوخته په بیت المقدس کې سره وگوري.

دواړه مشران به په لویدیځه غاړه کې د یهودانو د مېشتېدو او د لارو د خنډونو پر سر خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG