د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا پارلمان وایي د تروریزم تمجید جرم نه دی


دوی په دې وروستیو کې هغه وړاندیز رد کړ چې له اروپایي اتحادیې نه یې غوښتي و چې د تروریستي گناه او قانون شکنیو تعریف بدل کړي.

دا بحث په تروریزم ضد ټولنه کې د رامنځ ته شوي تمایل سره بوخت دی چې د سخت دریځۍ جړلې ویستل او د تروریزم لپاره جلب او جذب ختمول غواړي.

بهار کیمیونگور د بلجیم د یوې محکمې څخه خپل بر‏اْت اخیستل ولمانځل. په دوسیه کې د هغه د مدافع درې تنه مرستیالان د اسنادو په جعل کولو او د وسلو په لرلو محکوم شول.

په ابتدائیه محکمه کې لومړی بهار کیمیونگور ته په تروریستي سازمان کې د غړیتوب، ترجمانۍ، چاپولو او د خپلو فعالیتونو د تفسیرولو په وجه د پنځه کاله بند سزا غوښتل شوی وه.

بهار کیمیونگور: "زما دوسیه د مطبوعاتو سرلیکونه و. او زه د تروریست په توگه پیژندل شوی وم. اوس زه ډیر خوښ یم چې د بلجیم قضایي سیستم زما نوم له تروریزم نه پاک کړ او اوس زه بیرته د ترجمان او ازادی د یو فعال په توگه خپل کار ته مخه کولی شم.‏"

د ٢٠٠٥ کال په جولایي کې په لندن کې د تروریستي بریدونو وروسته بریتانیې په خپل تروریستي ضد قانون کې هغوی چې تروریزم ترغیبوي هم شامل کړل.

داسې یو ضروري گڼل شوی حرکت چې سخت دریځه مسلمانان نور تاو تریخوالي ته له هڅولو څخه منع کوي. د بهار کیمیونگور د دوسیې تړل د اروپایي پارلمان د هغه بحث عمق ته رسي چې څنگه د تروریزم ضد قوانین د بیان د ازادۍ سره متوازن کړي.

د اروپایي ټولنې یو شمیر سیاستمداران دلیل راوړي چې ملیشه کسان هغه وخت د بیان د ازادۍ حق له لاسه ورکوي چې په تاو تریخوالي اصرار کوي. او دوی د ټولې اروپا لپاره د مدافعې د یو شان ارزښتونو غږ کوي چې د اروپایي ټولنې په منشور کې د بنسټیزو حقوقو په اړه ذکر شوي دي.

"دا تل د توازون او تعادل سوال دی. دا اسانه نه ده، خو مونږ باید په اساساتو باندې ټینگ ودریږو. او په اساساتو باندې ټینگ دریدل په دې معنی دي چې هیڅوک ددې حق نه لري چې بل سړی د هغوی د فکري چلند په وجه په مرگ محکوم کړي. او هیڅوک حق نه لري چې د خپلې عقیدې او فکر په وجه خشونت رامنځ ته کړي."

په سومالیا کې زیږیدلی پخوانی هالندی سیاست پوهه عیان حرثي علي چې په دې وروستیو کې په اروپایي پارلمان کې وه، له اروپایي ټولنې غواړي چې په اسلام باندې د انتقاد په وجه د وژل کیدو له تهدیدنو وروسته د هغې د شخصي امنیت لگښت په غاړه واخلي.

هغه وایي د هغو خلکو پر ضد چې خپله عقیده څرگندوي، د هغوی په وړاندې د خشونت تشویقوونکي او تهدیدونکي، باید منع کړای شي.

عیان حرثي علي: "زه په دې باور یم چې دا پوښتنه له دې څخه چې زه به ووژل شم او یا نه، ډیره پراخه او مهمه ده. دا د بیان د ازادۍ خبره ده، او یو ډیر کوچني لږکی د سخت خشونت په ګواښ سره غواړي په ټوله اروپا کې متفکرین وویروي."

د تروریزم ضد چارواکو په انند د بیان د ازادۍ محدودول کچیری هغه د خشونت د رامنځ ته کیدو سبب کیږي، په مختلفو هیوادونو کې د محاکمو کار دی چې په اړه یې تصمیم ونیسي.

په بروکسل کې په یو کنفرانس کې د خبرو په ترڅ کې د اروپایي ټولنې د تروریزم ضد چارو هم اهنګ کوونکي وویل، د بیان له ازادی نه کیدای شي د خشونت د رامنځ ته کولو لپاره استفاده وشي:

"په یوه دموکراسۍ کې د بیان ازادي د هغو اساساتو بنسټ دی چې ټولنه پرې ولاړه ده. د بیان له ازادۍ پرته دموکراسي نشته. خو په خشونت کې هم دموکراسي نشته. په دې توګه واقعي پوښتنه داده، ایا مکان لري چې مونږ د بیان ازادۍ ته اجازه ورکړو، او ایا ممکنه ده چې مونږ د خشونت د تحریکولو په صورت کې د بیان نه سؤاستفاده جنایت وګڼو؟"

ددې پوښتنې په وړاندې د اوس لپاره د اروپایي ټولنې ځواب، نه ، دی. ۳۳۲ وکیلانو د هغه وړاندیز پر ضد رایه ورکړه چې د تروریزم تمجید کوونکي تر قانوني تعقیب لاندې نیسي.

۲۴۱ تنو د هغه په ضد او اوه اتیا وکیلانو له رای ورکولو ډډه وکړه. خو دا بحث به تر هغه دوام ولري تر څو د بیان د ازادۍ او د تروریزم څخه د عام ولس د ژغونې ترمنځ یو فاصل خط ایجاد شي.

XS
SM
MD
LG