د لاس رسي وړ اتصالات

د برما د موسمي طوفان له آمله د مړو شمیر نور هم زیات شوی


نړیوالې مرسته کوونکې ادارې په داسې حال کې برما ته د مرستو په رسولو بوختې دي چې په هغه هیواد کې د شنبې د ورځې د موسمي طوفان له آمله د مړو شمیر اوس ٢٢ زرو ته رسیدلی دی.

مقامات وايي ۴١ زره کسان لادرکه دي. له لرې پرتو سیمو نه د احوال له رارسیدو سره، ددې امکان شته چې د مړو شمیر نور هم زیات شي.

مقامات وايي، د نرگس په نامه ددغه موسمي طوفان له آمله په سلگونو زره کسان بې کوره شوي او خلک د خوراکي موادو او د څښاک د اوبو له کمي سره مخ دي.

په مرستو بار لومړۍ الوتکه نن سه شنبې په ورځ له تایلنډ نه رنگون ته را ورسیده. تمه کیږي چې نورې مرستې هم برما ته ورسیږي.

برما تر دې وړاندې نړیوالې مرستې ندي منلي، خو په ملک کې د شنبې د ورځې له طوفان وروسته حکومت اعلان کړی چې د بهرنیو ملکونو او خیریه ادارو مرستې مني.

متحده ایالاتو او یو شمیر اروپايي او آسیايي هیوادونو برما ته د مرستو د رسولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

ځنیو نړیوالو خیریه ادارو اندیښنه ښودلې چې ددې امکان شته چې د برما ځینو تر ټولو ناوړه اغیزمنو سیمو ته مرستې ونه رسیږي.

XS
SM
MD
LG