یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې که هر څومره ژر کیدای شي د ملک پر ناآرامه قبایلي سیمه باندې خپل کنترول ټینگ کړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، جان نیگروپونټې ویلي، واشنگټن به تر هغو قناعت ونکړي تر څو په پاکستان کې ټوله قبایلي علاقه تر کنترول لاندې رانشي.
هغه ویلي، دا د منلو وړ نده چې یاغیان له دغه ځایه د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ پر خلاف خپلو حملو ته دوام ورکړي.
نگروپونټې دغه خبرې پرون د دوشنبې په ورځ په واشنگټن کې د ملي دیموکراسئ د پلي کولو پر سر جوړې شوې یوې غونډې ته وکړې.
نگروپونټې وویل، واشنگټن او اسلام آباد دواړه پدې باور دي چې د ترهگرئ په خلاف کامیابه ستراتیژي باید د اقتصادي پرمختیا او زده کړې د ترویج لپاره هم پلانونه په بر کې ولري.
د پاکستان نوي ایتلافي حکومت د تیرې فبروروي په انتخاباتو کې له بري وروسته ژمنه وکړه چې په ملک کې د ترهگرئ په خلاف د مبارزې پر پالیسیو به له سره غور کوي.
حکومت څه موده مخکې په قبایلي علاقه کې د یاغي طالبانو له مشر بیت الله محسود سره د روغې جوړې خبرې پیل کړې وې.