د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کې دوه پولیس افسران وژل شوي دي


د افغانستان په ختیځ کې د پولیسو په یو موټر د سرک غاړی په بمي چاودنه کې دوه پولیس افسران وژل شوي دي.

د چهارشنبې ورځی دا چاودنه هغه مهال د خوست ولایت بهر وشوه چې کله پوځي افسران د خپلو کارونو په لور روان وو.

امریکا وایې چې طالب وسله وال د پاکستان قبائیلي سیمه ځانته یو محفوظ ځای گرځولې او د هغه ځایه پر افغان او پاکستاني حاکمیت لاندی سیمو کې خپل بریدونه کوي.

بلخوا، د امریکا یولوړ پوړي مامور وایې چې ایران د افغانستان په سیاست کې لاسوهنه کوي او د وسله والو طالبانو سره مرسته هم کوي.

د امریکا د خارجه وزارت مرستیال ریچرډ بوچر په پاریس کې تردی دمخه چې د افغانستان په اړه د مرستندویانو کنفرانس جوړ شي خبریالانو ته وویل چې ایران په څو ځله د طالب وسله والو سره د وسلو په ورکړه کې مرسته کړې.

تهران غواړي چې افغانستان یو کمزورې او بی ثباته هیواد وي او ځنو سیاسي حالاتو کې د افغانستان دننه مالي مرستې رسوي او ځنی وخت محلي چارواکي د مرکزي حکومت خلاف هڅوي چې دا هیواد د پخو ولویږي.

XS
SM
MD
LG