د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د اېران او امرېکا نه وغوښتل چه د عراق د امنېت په باب دې خپلی ځنډول شوی خبری شروع کړی


د عراق خارجه وزېر نن د اېران او امرېکا دواړو نه وغوښتل چه د عراق د امنېت په باب دې خپلی ځنډول شوی خبری شروع کړی.

خارجه وزېر هوشېار زېبار په بغداد کې ېوه مطبوعاتی کانفرانس ته ووېل چه د امرېکا او اېران ترمنځ د عراق د امنېت په هکله د خبرو څلورم رونډ د دواړو هېوادونو په منځ کی د مخ په زېاتېدونکو شخړو او لانجو په وجه په ټپه درېدلی دی.

هغه ووېل چه اېران او امرېکا دواړه باېد ېو په بل باندی د الزامونو د لگولو نه ډډه وکړی او خبرو ته دې دواړه غاړه کېږدی.

ددوشنبی په ورځ اېران اعلان وکړ تر څو چه امرېکاېې قواوې په بغداد کی د رادېکال شېعه مشر مقتدی الصدر د ملېشو په خلاف اوسنی عملېات بند نه کړی د عراق د امنېت په باب به ورسره خبری شروع نه کړی.

د تېری ېوې مېاشتی نه را په دی خوا د صدر په ناحېه کی امرېکاېې او عراقی عسکرو د مهدی د پوځ دملېشو سره په خونړېو جگړو باندی اخته دي..

XS
SM
MD
LG