د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: په زرګونو تنو قومي مشرانو د روانې جګړې د ودریدو غوښتنه وکړه


نن په کابل کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې په زرګونو تنو قومي مشرانو، سپين ږیرو، استادانو او ځوانانو په یوه خوله د افغانستان په جنوب او ختیځو ولایتونو کې د روانې جګړې د ودریدو غوښتنه وکړه، او دسولې د پروسې ګړندي کول یې وغوښتل.

دا لویه غونډه چې دلوېې جرګې په خیمې کې ترسره شوه. د افغانستان د سولې د ملي جرګې له لورې را غوښتل شوی وه چې په کې د ۳۴ ولایتونو نه دری زره استازي بلل شوي وو.

د غونډې ویناه والو له نړیوالو او د افغانستان له حکومت غوښتل چې نور دی جګړې ودروي او له طالبانو او د اسلامي حزب له مشر انجینر ګلبدین حکمتیار سره دی روغه جوړه وکړي.

د افغانستان دسولې دملي جرګې مشر سناتور باختر امین زي په خپلو خبرو کې وویل چې دا جرګه به هڅه وکړي تر څو د حکومت له مخالفینو سره د روغې جوړی لپاره ګامونه واخلي.

هغه وویل چې دسولې ملي جرګه خپلواک خوځښت دی، او موخه یې د جګړه ځپلې سیمو لپاره د بیا رغونې د کارونو وده او سولې ته کار کول دي.

XS
SM
MD
LG