د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کی د ناتو یو عسکر وژل سوی دی


د افغانستان په ختیځ کی د پکتیا په ولایت کی د ناتو یو عسکر د نظامي عملیاتو په وخت کی وژل سوی دی ناتو دهغه په باب څه نه دي ویلي چی د کوم ملک و . له بلي خوا د امریکا په مشري ائتلافي قواوي وایی چی پرون د پنجشنبې په ورځ د هلمند د ولایت د گرمسیر په ولسوالي کی څو تنه یاغیان وژل شوي دي .

ائتلافي قواو په یوه بیانیه کی ویلي دي چی ددوی پر عسکرو هغه وخت حمله وشوه چی د وسلو په قاچاقبرانو باندی یې حمله کوله . عسکرو د توپکو په ډزو جواب ورکړ او جنگي الوتکي یې وروغښتې . هغوی وسلې او مهمات هم ونیول له بلي خوا د پنجشنبې په ورځ ناوخته نا پیژندل شوو وسله والو کسانو د ننگرهار په ولایت کی د افعانستان د پارلمان د یوه وکیل حضرت علي په کور باندی حمله وکړه او د هغه پلار یې وواژه او د هغه د کورنۍ اووه غړي یې چی ښځي او ماشومان هم په کی شامل وو ، وتښتول .

XS
SM
MD
LG